د سوريې د روغتيا وزارت د اکتوبر په ۶مه نېټه خبر ورکړ، چې کله د روانې مياشتې په ۵مه د دغه هېواد د حمس ولايت په يو پوځي پوهنتون کې د فراغت مراسم تر سره کېدل، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وشول، چې له امله یې تر اوسه ۸۹ تنه وژل شوي او ۲۷۷ تنه نور ټپيان شوي دي. د قربانيانو په ډله کې ۳۱ تنه ښځې او ۵ تنه ماشومان دي.
د ځايي خبري رسنيو په اساس، د سوريې د هوایي دفاع سیستم په همدې ورځ حمس ولايت کې د څو بې پيلوټه الوتکو مخنيوی کړی دی.