د ترکیې د دفاع وزارت د اکتوبر د ۶مې په شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د ترکیې پوځ په همدې شپه د سوریې په شمال کې د ترهګرو پر ضد یو بل هوايي برید وکړ، چې ۱۵ هدفونه یې ویجاړ کړل.
دا د ترکيې دویم ځل دی، چې د دې هیواد په پلازمېنه انقره کې له چاودنو وروسته د سوریې په شمال کې هوايي بریدونه کوي. تر دې مخکې د ترکیې پوځ د روانې میاشتې په لومړۍ، دریمه او څلورمه نېټه د عراق په شمال کې د کرد کارګرو ګوند پر وسله والو اهدافو هوايي بریدونه وکړل او په پنځمه نېټه یې د سوریې په شمال کې هوايي برید کړی دی.