د روسيې دفاع وزارت د اکتوبر په ۶مه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد يوې جنګي الوتکې په همدې ورځ د ناروې سمندر په هوا کې د روسيې هوايي قلمرو ته نژدې د يوې امريکايي څارګرې الوتکې مخنيوی کړی دی.
د خبر له مخې، د روسيې پوځ د ناروې سمندر دباندې اسمان کې يوه موخه پيدا کړه، چې د روسيې سرحداتو ته د نژدې کېدو په هڅه کې وه. په داسې حال کې د دغه هېواد په شمال د جنګي بيړيو ډلې هوايي ځواکونو يوه ” ميګ ۳۱“جنګي الوتکه سمدستي هوا ته پورته کړه او کشف يې وکړ چې ياده موخه د امريکا د سمندري ځواکونو P-8A څارګره الوتکه وه، چې د روسیې د جنګي الوتکې په نږدې کېدو یې سیمه پرېښوه.
( سپوږمۍ)