د کوته ديوا ولسمشر کابينه منحل کړه
CMG2023/10/07 12:18:31
شريکول:

د کوته ديوا د ولسمشرۍ ماڼۍ د اکتوبر په شپږمه د يوې اعلامیې په خپرولو سره  وویل، چې ولسمشر يې وواتارا د کابينې د منحل کولو فرمان لاسليک کړی او فرمان يې په همدې ورځ نافذ شوی دی.

په دې اعلاميې کې راغلي، چې د کابينې تر منحل کېدو وروسته به باتريک اچي جيرومي د دې هېواد د صدراعظم له دندې څخه ګوښه شي او ولسمشر اووتارا به نوی صدراعظم وټاکي او نوې کابينه به جوړه کړي. د نوي صدراعظم له ټاکل کېدو نه مخکې به اچي او د کابينې پخواني غړي لاهم د کابينې ورځني کارونه تر سره  کوي.

د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې د کوته دیوا ولسمشر ووتارا اچي د صدراعظم په توګه ټاکلی و، خو د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۱۳مه هغه له خپلې دندې استعفا وکړه  او د همدې مياشتې په ۱۹مه نېټه بيا د صدراعظم په توګه وټاکل شو.