د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند: چين به د افغانستان اړتیاوو او خپل توان ته په پام سره له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي
CMG2023/10/08 18:55:30
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اکتوبر په اتمه نېټه د دې وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، هېواد يې د افغانستان په هرات کې شوې زلزلې ته متوجه دی او د زلزلې د قربانيانو کورنيو ته تسليت وايي، ټپيانو ته عاجله شفا غواړي او باور لري چې افغانان به ژر تر ژره د دې غمیزې له اغېزو څخه تېر شي او وران شوي کورنه او تاسیسات به بېرته آباد کړي.

نوموړي زياته کړه، هېواد به يې د افغانستان اړتیاوو او خپل توان ته په پام سره له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.

د افغانستان د سرپرست حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل: په هرات کې د شوې زلزلې له امله ۲۰۵۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۹۰۰۰ تنه نور ټپيان دي او دغه راز د ۱۳ کليو ۱۲۴۰ کورونه په بشپړ ډول تخریب شوي دي.

دا چې ځينې کسان لا هم تر کنډوالو لاندې دي، نو ښايي د مرګ ژوبلې شمېر زيات شي.