ازبکستان ته د روسیې د طبیعي ګازو د پایپ لاین د غځولو کار پیل شو
CMG2023/10/08 11:02:17
شريکول:

د قزاقستان له لارې ازبکستان ته د روسيې د طبيعي ګازو د نل ليکې د غځولو چارې د اکتوبر په ۷مه نېټه پيل شوې.

د روسیې د ولسمشر وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د قزاقستان ولسمشر کاسيم توکایف او د ازبکستان ولسمشر شاوکت میرضیویف په همدې ورځ په مسکو کې د طبیعي ګازو د نل لیکې د غځولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

پوتین د دغې پروژې د پیل په مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې روسيه به په راتلونکو دوو کلونو کې د اړوندو قراردادونو له مخې ازبکستان ته ۲.۸ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز ورکړي.

په همدې ورځ پوتين له توکايف سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې دغه پروژه د سيمه ييز اقتصادي پرمختګ او د انرژۍ امنيت لپاره ستر اهميت لري. توکايف وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ همکاري په سالمه توګه وده کوي. 

(ژباړه: شکريه)