د افغانستان په شمال لویدیځ کې زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې
CMG2023/10/08 10:16:08
شريکول:

د افغانستان په لويديځ هرات ولايت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مسوول موسی اشعري د اکتوبر په ۷مه نېټه څرګنده کړه، د دغه هېواد په شمال لويديځ کې سخته زلزله وشوه چې له امله يې لږ تر لږه ۱۲۰ تنه مړه او کابو زر تنه ټپيان شول.

نوموړي ويلي چې د دغه ولايت په زنده جان او غوريان ولسواليو کې ۱۲ کلي سخت ويجاړ شوي دي. ټپيان اوس د هرات ولايت د مرکز هرات ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د چين د زلزلې سټېشن د معلوماتو له مخې، د افغانستان په شمال لويديځ کې د اکتوبر د ۷مې نېټې په مازديګر د ۶.۲درجې په کچه دوه زلزلې وشوې چې سرچينه يې تر ځمکې لاندې ۱۰ کيلومتره وه.

د افغانستان سرپرست حکومت طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د يادو زلزلو له امله زيات شمېر کورونه له منځه تللي دي. د مخابراتي سيستم د خرابېدو په اثر دغه وزارت تر اوسه د بادغيس او فراه ولايتونو اړوند رپوټونه نه دي تر لاسه کړي. نو د مرګ ژوبلې شمېر ممکن لا پسې زيات شي.

 

(سپوږمۍ)