د چين خارجه وزارت د سوريې پر پوځي پوهنتون د بريد په اړه غبرګون وښود
CMG2023/10/08 10:19:24
شريکول:

 

د چين د خارجه وزارت وياند د اکتوبر په ۷مه نېټه د سوريې د حمس ولايت پر پوځي پوهنتون د بېپيلوټه الوتکو بريد په اړه ويلي چې چين له هر ډول ترهګرۍ سره ټينګ مخالفت او د ياد بريد سخته غندنه کوي.

نوموړي د دغه بريد د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي او همدردي څرګنده کړې ده.

 

( سپوږمۍ)