د اکتوبر په اوومه نېټه په امريکا کې د موټرو کارکوونکو اعتصاب څلورمې اوونۍ ته داخل شوی دی.
د دغه هېواد د موټرو کارکوونکو د ګډې ټولنې رئيس فين او د کارګرو د ټولنو له نورو مشرانو سره په شيکاګو کې غونډه جوړه کړې او د دې ټولنې له غړو يې غوښتنه کړې چې اعتصاب ته دوام ورکړي او د موټرو پر توليدوونکو فشارونه واچوي.
د جنرال، فورډ او ستيلانټيس په شمول موټرو درې توليدونکي شرکتونو کارګرو په دې موخه چې د دوی معاشونه دې زيات شي، د بېکارۍ کچه دې کمه شي او طبي بيمې دې ورته زياتې شي او اوسنۍ اسانتياوې د کارکوونکو اړتياوې نه شي پوره کولی، نو د تېرې مياشتې له ۱۵مې نيټې د موټرو کارکوونکو د يادې ټولنې په مشرۍاعتصاب پيل کړ.