د اسرائيل د انرژۍ وزير کتس د اکتوبر د ۷م نېټې په شپه اعلان وکړ چې هغه د حماس او اسرائيل ترمنځ روانې نښتې ته په ځواب کې يو امر لاسليک کړی او له مخې به يې د اسرائيل برېښنا شرکت غزې سيمې ته د برق برابرول قطع کړي.
د غزې سيمې دوه په درېيمه برخه برېښنا د اسرائيل لخوا برابرېږي. د اسرائيل لخوا پر غزه د برق بندول ښايي په غزه کې د انرژۍ کمښت د سختېدو لامل وګرځي.