د فلسطين او اسرائيلو په وروستيو نښتو کې څه باندې ۴۰۰ تنه وژل شوي
CMG2023/10/08 10:13:46
شريکول:

د فلسطين د غزې روغتيايي څانګې د اکتوبر په ۷مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ پر غزې سيمې د اسرائيلي ځواکونو د بريد له امله تر اوسه ۲۳۲ تنه وژل شوي او ۱۶۹۷ تنه نور ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د اسرائيل د اړوندو څانګو د خبر له مخې، د فلسطين او اسرائيل وروستيو نښتو کې څه باندې ۲۰۰ تنه اسرائيليان وژل شوي او ۱۴۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

حماس د روانې مياشتې په ۷مه نېټه پر اسرائيل د خپلو پوځي عملياتو اعلان وکړ چې نه يوازې يې ورباندې زر ګونه توغندي ويشتلي، بلکې اورپکي يې اسرائيل ته ننوتلي او ور سره يې نښتې وکړې. اسرائيلي ځواکونو په ځواب کې پر فلسطين څو ځله هوايي بريدونه کړي دي.