د چین د ملي جشن رخصتۍ په موده کې د سیلانۍ له لارې لوړ عایدات ترلاسه شوي
CMG2023/10/08 15:02:55
شريکول:

سږ کال د سپتمبر له ۲۹مې د اکتوبر تر ۶مې نېټې پورې د چین د سپوږمۍ اختر او د ملي جشن رخصتۍ وه. په دغه ۸ورځنۍ رخصتۍ کې د چین په داخل کې د سیلانیانو شمېر ۸۲۶ میلیونو ته رسېدلی او دغه شمېر د ۲۰۱۹م کال په نسبت ۴،۱ سلنه زیات شوی، له دې درکه عایدات ۷۵ ټریلیونو، ۳ میلیارډو او ۴۳۰ میلیونو یوانو ته رسېدلي او د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۱،۵ سلنه زیاتوالی ښيي. برسیره پر دې، د فلمونو د ټکتونو عایدات له ۲،۷۳ میلیارډو یوانو اوښتي دي.

د جرمني د فرنکفورتر الیګمینی زېتونګ ویبپاڼې لیکلي چې د سیلانۍ توده څپه د چین اقتصاد د بیااحیا نښه ګڼل کېږي.

د چین ملي جشن د چینایانو لپاره ډېر مهم اختر دی او د دود له مخې، چینایان د ملي جشن په موده کې ۷ ورځنۍ رخصتي لري او دغه رخصتي طلايي اوونۍ نومول کېږي. د روان کال ملي جشن په چین کې، تېر کال د کرونا وبا ضد تدبیرونو تر نرمېدو وروسته لومړی ملي جشن دی. کورنیو او بهرنیو بازارونو پوهانو مخکې وړاندوینه کړې وه چې د چین د اقتصاد د بېرته احیا لپاره د ګامونو په ګړندي کېدو سره، د دغه هېواد په کور دننه کې به مصرفي بازار هم بیا تود او سمسور شي.

په تېرو اتو ورځو کې د سیلانیانو شمېر نوی ریکارډ یاده وړاندوینه ثابته کړه. خبري رسنیو د سږ کال ملي جشن له تېرو ۵ کلونو راهیسې تر ټولو توده طلايي اوونۍ بللې ده.

د چین د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۶مه ویلي چې د سږ کال د ملي جشن رخصتۍ په موده کې د چین په بازارونو کې مصرفي اندازې ګړندی او ثابت پرمختګ موندلی، د زرغون، روغتیا او ځيرکې ټکنالوژۍ په برخو کې د تولیداتو د پلورلو اندازه په څرګند ډول زیاته شوې ده. شنونکو ویلي، دا چې د چین په مصرفي بازارونو کې ښکار شوي حیاتي ځواکونه یوه خوا د کرونا وبا تر منفي اغېزې لاندې د سیلانۍ او مصرف په برخو کې پر خلکو ټول بندیزونه ختم شوي، له بلې خوا د چین د بېلا بېلو کچو حکومتونو د مصرفي بازار د هڅولو لپاره یو لړ اغېزمن تدبیرونه هم نیولي دي.

سږ کال د چین د ملي جشن طلايي اوونۍ په موده کې سمسور سیلانیز او مصرفي بازارونه د چین اقتصاد د بېرته احیا کېدو مهمه نښه ده. اوس د نړیوال اقتصاد د احیا تمایل کمزوری دی او نړیوال وضیعت سخت او پېچلی دی. خو د چین اقتصاد د دوامدار احیا په بهیر کې پوره حیاتي ځواکونه ښکاره شوي دي.

د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د چین د کورني تولید عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۵،۵ سلنه زیات شوی او د ګردې نړۍ په عمده اقتصادونو کې يې لوړ مقام نیولی دی. د روان کال په لومړیو ۸ میاشتو کې د چین اقتصاد عمده ګرافونه مخ په ښه کېدو دي او د چین پیمانه لرونکو صنعتي چارو ۳،۹ سلنه زیاتوالی ښودلی دی. د پرچون مصرفي توکو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۷ سلنه زیات شوی او د خدمتي چارو پرچون ۱۹،۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

په تېره بیا د سږ کال له تېر اګیست راهیسې، د کورنیو اړتیاوو د پراخېدو، د اقتصادي باور د زیاتېدو او د ګواښونو د مخنیوي په شمول د حکومت د یو لړ اغېزمنو تدبیرونو پر مټ په چین کې د صنعتي او خدمتي چارو تولید ګړندی شوی، ملي اقتصاد مخ په ښه کېدو دی.

د والسټریټ ورځپاڼې ویبسایټ څو ورځې مخکې خبر ورکړ، په داسې حال کې چې اروپا او امریکې په دوامداره توګه سود لوړ کړی او له امله يې مصرفي کوونکي او تصدۍ له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د چین اقتصاد حیاتي ځواکونه ښکاري او د نړیوال اقتصاد د عادي کېدو لپاره يې امید پیدا کړی دی. د نړیوال وجهي صندوق څو ورځې مخکې ویلي، د چین له وروستیو شمېرو څخه ښکاري چې د دغه هېواد اقتصاد مخ په ثابتېدو دی. د سیتیګروپ او ګولدمن سچس په شمول ځينو نړیوالو ارګانونو هم په جلا جلا توګه د چین اقتصادي زیاتوالي وړاندوینه زیاته کړې ده. له دې څخه ښکاري چې د چین پر اقتصادي احیا د نړیوالې ټولنې باور مخ په پياوړی دی.