د سوريې پوځ هغه ۷ بېپلوټه الوتکې نسکورې کړې چې پر استوګنې سيمې يې بريدونه کول
CMG2023/10/08 11:06:54
شريکول:

د سوریې د دفاع وزارت د اکتوبر په ۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د دوی پوځ په همدې ورځ هغه اووه بېپيلوټه الوتکې نسکورې کړې چې پر استوګنې سيمې يې بريدونه کول.

د دې اعلامیې له مخې، د ترهګرو سازمانونو یادې ۷ بې پیلوټه الوتکې په هغه ورځ د سوریې په حلب، حما، او ادلب ولایتونو کې ویشتل شوې دي.

سرچينې ويلي، دې الوتکو د استوګنې سیمې په نښه کړې چې هدف یې "د اوسیدونکو ویرول، کورونو او بنسټيزو تاسيساتو ته زیان رسول دي".

د سوریې په مرکزي ښار حمس ولایت کې له يو پوځي پوهنتون څخه د اکتوبر په ۵مه نيټه د محصلينو د فراغت د مراسمو پر مهال د بې پیلوټه الوتکې برید وشو. د سوريې د روغتيا وزارت د روانې مياشتې په ۶مه نېټه وويل چې د دغه بريد له امله ۸۹ تنه وژل شوي او ۲۷۷ نور ټپيان شوي دي.