د چين سره صليب ټولنه د افغانستان سرې مياشتې ته د نغدي پيسو بېړنۍ بشري مرستې ورکوي
CMG2023/10/09 10:56:41
شريکول:

عکس: د چين سره صليب ټولنې پر خپلې ويبپاڼې له زلزله ځپلو سره د مرستو خبر ورکړی

د چين سره صليب ټولنې د اکتوبر په ۸مې نېټې اعلان وکړ چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د بېړنۍ بشري مرستې په پار به د دغه هېواد سرې مياشتې ټولنې ته ۲۰۰ زره امريکايي ډالره نغدي پيسې ورکړي.

يادې پيسې به د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورونکو چارو په برخه کې وکارول شي.