عبدالفتاح السيسي د اردن پاچا سره د فلسطین-اسرائيل د کړکېچنو حالاتو په اړه ټليفوني خبرې کړي
CMG2023/10/09 10:57:17
شريکول:

د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ د اکتوبر په ۸مې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې ولسمشر عبدالفتاح السيسي په همدې ورځ د اردن له پاچا عبداالله دوهم بن حسین سره د فلسطین-اسرائيل د روانو کړکېچنو حالاتو په اړه ټليفوني خبرې کړې دي.

دواړو مشرانو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د فلسطين او اسرائيل تر منځ د روان وضعیت د لا خرابېدو مخه ونيسي.

اعلاميه وايي، د مصر او اردن مشرانو د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د روان کړکېچ د لا سختېدو د مخنيوي چاره تر ټولو مهمه بللې او پر دواړو خواوو يې غږ کړی، چې صبر او زغم ولري.

د دواړو هېوادونو مشرانو هوکړه کړې، چې په منځني ختیځ کې د روان وضعیت د مخنيوي لپاره به خپلمنځي مشورو ته دوام ورکړي او هيله يې ښودلې، چې اسرائيل او فلسطین د ملګرو ملتونو د دوو هېوادونو لايحې په اساس سیمه يیزه سوله او ثبات وساتي
په اعلاميې کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې د فلسطین مسئلې د هراړخیز او عادلانه حل لپاره لاس په کار شي.