د ۱۹مې دورې اسیايي لوبې په هانګجو ښار کې په بریالیتوب پای ته ورسېدې
CMG2023/10/09 15:11:45
شريکول:

د ۱۹مې دورې اسیایي لوبې د اکتوبر په ۸مه نېټه د چین په هانګجو ښار کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدلې او د چین صدراعظم لي چیانګ د دغو لوبو د پای په مراسمو کې ګډون کړی دی.

د اسیا د ۴۵ هېوادونو او سیمو څخه راغلو څه باندې لس زرو لوبغاړو له تېرو ۱۶ ورځو راهيسې په دغو لوبو کې هڅې او کوښښونه کړي او ډېر ښه بریالیتوبونه يې تر لاسه کړي دي. لوبغاړو په دغو لوبو کې ۱۵ نړیوال او ۳۷ اسیايي ریکارډونه مات کړي او د اسیايي لوبو په لپاره يې ۱۷۰ نوي ریکارډونه جوړ کړي دي.

چین د دغو اسیايي لوبو په تشکیلاتي پروسه کې د زرغون، ځيرکتیا، سپمونې او تمدن نظریو په ټينګولو سره د نړۍ لومړۍ سویه لرونکي لوبغالي جوړ کړي او د لوړې کچې خدمتونه يې وړاندې کړي چې د اسیا اولمپيک شورا او نړیوالې ټولنې لخوا يې پراخې ستاینې شوې دي.

د چین سپورتي پلاوي د ۲۰۱ طلايي مډالونو په شمول ۳۸۳ مډالونه تر لاسه کړل چې بې ساري ښه بریالیتوب يې ګټلی دی او د اسیايي لوبو د طلايي مډال په لیست کې يې د مسلسلو ۱۱ ځلو لپاره لومړی مقام ساتلی دی.

د دغو اسیايي لوبو د تشکیلاتي کمېټې رئیس او د چین د اولمپیک کمیسیون رئیس ګاو جه دان د یادو لوبو د پای په مراسمو کې وویل، رئیس شي جين پينګ د دغو لوبو د ترسره کېدو په اړه څرګندې هیلې او غوښتنې وړاندې کړې. تشکیلاتي کمېټې په نه ستومانه کېدونکو کوښښونو هغه ژمنه پوره کړې چې د چین ځانګړتیاوې او د اسیا بڼې لرونکې په زړه پورې لوبې ترسره کړي. موږ غواړو چې د سپورتي لوبو په مټ سوله، یووالی او ټولشمولیت وهڅوو او د اسیايي هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړو.

د اسیا د اولمپيک کمیسیون سرپرست رئیسRaja Randhir Singh رجا راندهیر سینګه د دغو لوبو د پای په مراسمو کې وویل، سږنۍ اسیايي لوبې ډېرې په زړه پورې دي او ولسونو ته يې ژوره خاطره وربښلې ده. د چین حکومت، د چین اولمپيک کمیسیون، د هانګجو ښاریانو او تشکیلاتي کمېټې له کوښښونو څخه مو زیاته مننه کوم.

د هانګجو په دغو اسیايي لوبو کې ډیجیټلي ټکنالوژۍ ډېرې د پاملرنې وړ دي، په عین وخت کې د زرغونتیا نظریې هم ښکاره شوې دي. د جاپان د کیودو نیوز اژانس د یوې لیکنې په خپرولو سره وویل، په دغو اسیايي لوبو کې د زرغون او چاپېریال ساتنې عوامل ډېر د منلو وړ دي، د دغو لوبو په موده کې پاکې انرژۍ زیاتې کارول شوې، ډېرې ودانۍ هم د انرژۍ سپمونې تر نظریې لاندې طرحه او جوړې شوې دي. تر اسیايي لوبو وروسته به ټول لوبغالي په دوامداره توګه کارونې ته وړاندې شي. ځينې به يې ښاریانو ته پرانیستل شي او ځينې به يې د ماشومانو او ځوانانو د روزنې ډګرونه وګرځي.

د هانګجو دغه اسیايي لوبې د «زړونو ورکول  او راتلونکي ته د ورتګ» تر پيغام لاندې ترسره شوې. دغه پيغام د اسیايي خلکو ګډه هیله څرګندېږي. اسیا د انسانانو تمدن یوه مهمه سرچینه ده، سپورټ او لوبې د تمدنونو د تبادلې او زده کړې مهم ځواک دی. د سږنيو اسیايي لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې د ختيځې نړۍ ځانګړتیا لرونکی فرهنګ نړۍ ته ښودل شوی، په دغو لوبو کې د کورش او وو شو په شمول ځينې اسیايي ځانګړې رشتې ترسره شوې دي. له دې څخه ښکاري، چې سږنۍ اسیايي لوبې د مختلفو تمدنونو د تبادلې لپاره ډګر جوړ کړی، په عین وخت کې د چین پرانیستې او ټولشموله رویه او د اسیا له بېلا بېلو هېوادونو سره د ګډ پرمختګ په اړه د چین امید څرګندېږي.

۱۶ ورځې اوږده موده نه ده، خو د اسیايي لوبو روحیه به تلپاتې وي. د هانګجو اسیايي لوبو د اسیا او نړۍ  سپورټي تاریخ ته یوه ځلانده نښه ورکړې ده. په دغو لوبو کې ښکاره شوې چې د سولې، یووالي او ټولشمولیت روحیه به د اسیا د ګډ برخلیک ټولنې جوړونه پرمخ بیايي. نړۍ به په دې ترڅ کې د چین لا نوره زیاته پېژندنه ومومي.