چین: د فلسطين او اسرائيل دې زغم ولري او د امنيتي وضيعت د لا خرابېدو مخه دې ونيسي
CMG2023/10/09 10:37:14
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اکتوبر په ۸مې نېټې د فلسطین او اسرائيل ترمنځ د روان ترينګلي وضیعت په اړه بیړنۍ ناسته کړې او له دواړو خواوو يې د زغم او سړې سېنې غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون په يادې ناستې کې پر فلسطین او اسرائيل غږ کړی، چې زغم او حوصله ولري او د امنيتي وضيعت د لا خرابېدو مخه دې ونيسي.

جانګ جون د ملکي وګړیو پر ضد هر ډول تاوتريخوالی او بريد غندلی او له ټولو خواوو يې د زغم او اوربند غوښتنه کړې ده.

نوموړي د شخړې له ښکېلو خواوو غوښتني، چې د بشريت نړیوال قانون مراعات کړي او پر ملکي وګړو او تاسیساتو له بریدونو او ویجاړولو څخه دې ډډه وکړي.

جانګ جون د فلسطین او اسرائيل ترمنځ روان حالات کړکېچن بللي او د ملګرو ملتونو له سرمنشي او اړوندو هېوادونو څخه يې غوښتي، چې د منځګړيتوب له لارې دې د حالاتو د ارامېدو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي پر امنیت شورا هم غږ کړی، چې هر وخت چمتو واوسي او د اسرائيل او فلسطین ترمنځ د خبرو اترو، اوربند او د سولې د ټینګښت لپاره دې لازم اقدامات وکړي.