د فلسطین او اسرائیل په روانې جګړې کې د مړو شمېر له ۱۱۰۰ واوښت
CMG2023/10/09 09:56:33
شريکول:

اسرائيلي رسنيو د اکتوبر د ۸مې نېټې په شپه خبر ورکړی، چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د جګړې په نوي پړاو کې تر ۷۰۰ زيات اسرائيليان وژل شوي دي.

په غزه کې د فلسطین روغتیا ادارې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې پر غزې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۱۳  کسان وژل شوي او ۲۳۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اسرائیل روغتيا ادارې خبر ورکړی، چې د اسرائيل او فلسطین په روانې جګړې کې ۲۲۰۰ اسرائیليان روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

د اسرائیل د حکومت د اطلاعاتو دفتر په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې په غزې کې يې تر سلو ډېر اسرائیليان یرغمل نيول شوي دي.