د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د ايډيالوژيکو او کلتوري چارو د خپراوي په اړه مهمې لارښوونې کړې دي.
نوموړي د ايډيالوژيکو او کلتوري چارو خپرول د ګوند د راتلونکي او برخلیک، د هېواد د دایمي ثبات او امنیت لپاره مهم او د ملت یووالي سره تړلي بللي دي.
د چين کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرېس راهيسې، د مرکزي کمېټې د عمومي او ستراتيژيک نظر تر چتر لاندې د ايډيالوژيکو او کلتوري چارو د خپراوي لپاره منظم پلانونه او ترتيبات جوړ کړي او د ايډيالوژيکو او کلتوري چارو د خپرولو په برخه کې تاريخي لاسته راوړنې لري.
د چين د کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرېس راهيسې، په ایډیالوژیک ډګر کې په ټولیز ډول بنسټیز بدلونونه راغلي، د ګوند او د هېواد د بېلا بېلو قومونو کلتوري باور ښکاره لوړ شوی او معنوي بڼې يې نورې هم ښې شوې دي.