لي چيانګ د ازبکستان له صدراعظم عبدالله اريپوف سره وکتل
CMG2023/10/09 09:54:55
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر د ۸مې نېټې په ماسپښين په هانګجو ښار کې د ازبکستان له صدراعظم عبدالله اريپوف سره کتلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

عبدالله اريپوف د ۱۹م پړاو اسیايي لوبو د پای مراسمو کې د ګډون په پار د چين هانګجو ښار ته تللی دی.

لي چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې د ازبکستان ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او له خپلو ملي شرايطو سره سم د پرمختګ لارې په جوړولو کې يې ټينګ ملاتړ کوي.

نوموړي ويلي، چې چين به له ازبکستان سره د کمربند او لارې ګډې ابادۍ د اصلي کرښې په توګه د دواړو هېوادونو د حکومتونو د همکارۍ کمېټې رول ولوبوي، د پرمختګ ستراتیژۍ د پلې کولو بهیر به ورسره چټک کړي، د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پيمانه به ورسره پراخه او د خپلمنځي اړيکو کچه به يې  لوړه کړي، په بېلا بېلو چارو او په تېره بیا د انرژۍ په برخه کې به ورسره پراخې همکارۍ وکړي.

عبدالله اريپوف د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سترې لاسته راوړنې ستايلي او په وينا یې، ازبکستان له چين سره هراړخيزو ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو ته په درنه سترګه ګوري، د يو چين د پېژندنې پر اصل ټینګار لري، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې ورڅخه ټينګ ملاتړ کوي او پکې فعال ګډون لري.

نوموړي ويلي، چې هېواد به یې د چين د  اصلاحاتو او ورخلاصون تجربې او هم د چیني شکله عصري کېدو په برخه کې د دغه هېواد له تجربو زده کړه وکړي او د برابرۍ، دوستۍ او د متقابلو ګټو پر بنسټ به په ټولو برخو کې ورسره ژورې همکارۍ او د ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې او افراطيت پر ضد ګډه مبارزه به ورسره وکړي، د چین- منځنۍ اسیا همکاريو ته به وده ورکړي او د ازبکستان او چین اړیکې به نوې کچې ته پورته کړي.