چین د افغانستان له زلزله ځپلو سره بېړنۍ بشري مرستې کوي
CMG2023/10/09 09:48:48
شريکول:

عکس: د چين نړيوال پرمختګ او همکارۍ ايجنسۍ پر خپلې ويبپاڼې له افغان زلزله ځپلو سره د مرستو خبر ورکړی

د چين د نړيوال پرمختګ او همکارۍ ايجنسۍ وياند شو وې د اکتوبر په ۸مې نېټې د افغانستان په جنوب لوېديځ کې د زلزلې له امله پر رامنځته شويو سختو ځاني او مالي زيانونو خواشيني او له زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړي ويلي چې چين به د افغانستان اړتياوو  ته په کتو  زلزله ځپلو ته بېړنۍ بشري مرستې برابرې کړي.