د چين بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۹مې نېټې پر خپلې ويبپاڼې د فليپيني ځواکونو د وياند وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په همدې ورځ د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې پر دې ټينګار کړی، چې فليپين باید د چين اندېښنو ته پاملرنه او په سمندر کې د پاروونکو کړنو او ګډوډيو مخه ونيسي، د بې بنسټه بريدونو او ګوزارونو مخنيوی بايد وکړي، د چين د جنوبي سمندرګي سوله او ثبات باید زيانمن نه کړي او د سيمه ييزو هېوادونو ګډو ګټو ته باید درناوی ولري.
د چين بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې هېواد به یې له کورنيو او نړيوالو قوانينو سره سم د خپل ځمکني حاکميت او سمندري حقوقو د ټينګښت لپاره لازم اقدامات غوره کړي او د همدې په پار يې يو ځل بیا په څو ټکو ټينګار کړی دی.
۱ـ تاريخ د دې ښکارندويي کوي، چې ژن ای پرښه(Second Thomas Reef) د چین خاوره ده.
۲ـ ژن ای پرښه هېڅکله د فیلیپین خاوره نه وه.
۳ـ د چین د جنوبي سمندرګي په اړه تش په نوم قضيه غیرقانوني او باطله ده.
۴ـ د ژن ای پرښې په ساحل کې د فليپين پوځي بيړيو عمليات د چین پر ځمکني حاکمیت سخت تېری دی.
۵ـ فیلیپین د اوسني سمندري وضعیت بشپړ مسؤل دی.
(ژباړه: شکريه)