د فلسطین د غزې روغتیا ادارې د اکتوبر په ۹مې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې چې پر غزې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له امله ۶۸۷ تنه وژل شوي او ۳۷۲۶ تنه ټپیان شوي دي.
د اسرائیل دفاع وزیر یواف ګلانټ د اکتوبر په ۹مې ویلي، چې ځواکونو ته يې د غزې د بشپړې کلابندۍ امر کړی دی.
د اسرائیل انرژۍ وزیر اسرائیل کاټس په همدې ورځ خبري رسنيو ته ويلي، چې اړوندو ادارو ته يې پر غزې د اوبو بندولو امر کړی دی.
اسرائیل کاټس یوه ورځ مخکې پر غزې د برېښنا د پرې کولو اعلان هم کړی و.
د غزې دوه پر درېیمه برخه برېښنا د اسرائیل لخوا برابرېږي.
(هیله)