چين ميډيا ګروپ او د کمربند او لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو خبري رسنيو نوې خپلمنځي همکارۍ پيل کړې
CMG2023/10/10 10:17:16
شريکول:

 

چين میډيا ګروپ او د کمربند او لارې پر غاړه د هېوادونو خبري رسنيو د اکتوبر په نهمه نېټه د نوي پړاو خپلمنځي همکارۍ پيل کړې او د پيل په مراسمو کې يې چې په بېجينګ کې ترسره شول، د چين میډيا ګروپ رئيس شن های شيونګ، د قزاقستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو کمېټې رئيس یلدوس نشيرعلي، د چين د کلتور او سېلانۍ وزارت مرستيال وزير راو چوان، له بهرنيو هېوادونو سره د چين د خلکو د دوستۍ ټولنې رئیس يانګ وان مينګ، د چین میډيا ګروپ مرستيالې رئيسې شينګ بوه او په چين کې د پاکستان، مالدیو، بنګلادیش، نيپال، ترکیې، جنوبي افريقا او کيوبا ډيپلوماتانو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې ګډون کوونکو استازو د تمدن د متقابلې زده کړې په اړه يوه ګډه اعلامیه خپره کړه او په دې سره يې له نړيوالو خبري رسنيو څخه وغوښتل چې د ټولو انسانانو ګډ ارزښتونه خپاره کړي، د نړيوال تمدن تنوع وساتي او د کلتوري تبادلې په برخه کې لارښوونکی رول ولوبوي.