د چين سپين کتاب: د کمربند او لارې ګډ‌ه ابادي د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې لپاره مهمه او لویه چاره ده
CMG2023/10/10 11:07:12
شريکول:

د چين د ملي شورا مطبوعاتي دفتر د اکتوبر په ۱۰مې نېټې سپين کتاب ((د کمربند او لارې ګډ‌ه ابادي: د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره مهمه او لويه چاره ده)) خپور کړی دی.

په یاد سپين کتاب کې ويل شوي، چې د کمربند او لارې وړانديز د ورېښمو لارې د تاريخي او کلتوري پرمختګ برياليتوب پراخ کړی او په ورته وخت کې يې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې لپاره عملي زمينه برابره کړې ده.

په دغه سپين کتاب کې راغلي، چې د کمربند او لارې ګډې جوړونې په تېرو لسو کالونو کې نه یوازې اړوندو هېوادونو ته ريښتنې ګټې رسولي، بلکې د اقتصاد د نړيوال کېدو، د نړيوال پرمختګ پر وړاندې د ستونزو د حل او د نړیوال اداري سيسټم د تکميل لپاره يې هم فعال خدمتونه برابر کړي دي.

په ياد سپين کتاب کې دې ته اشاره شوې، چین به له بېلابېلو هېوادونو سره د کمربند او لارې باکيفيته جوړونې ته وده ورکړي، د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن وړانديزونه به پلي کړي او د دايمي سولې، عامه امنيت، ګډې سمسورتيا، ورخلاصون او ټولشموليت لپاره به کار وکړي او يوه پاکه او ښکلې نړۍ به جوړه کړي.