سوډان او ایران د ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو اعلان وکړ
CMG2023/10/10 10:20:32
شريکول:

د سوډان بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۹مې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې له ایران سره به ډیپلوماتیکې اړیکې تر اوه کلن ځنډ وروسته بیا عادي مدار ته وګرځوي.

اعلاميه وايي، د دواړو هېوادونو حکومتونو هوکړه کړې، چې یو د بل حاکمیت ته د متقابل درناوي، د ګډو ګټو د ساتلو او په سوله کې د ګډ ژوند اصولو پر بنسټ به خپلمنځي دوستانه اړیکې بيا ورغوي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت هم په همدې ورځ په یوې اعلاميې کې ویلي، چې ایران او سوډان موافقه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به خپل سفارتونه بیا پرانیزي، د حکومتي پلاویو لیدنې به ترتیب کړي او خپلمنځي همکاریزې لارې چارې به پراخې کړي.

سعودي عربستان په ۲۰۱۶م کال کې له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې، نو ور پسې د سوډان په شمول ځينو هېوادونو هم له ایران سره رسمي اړیکې غوڅې کړې دي.

(هیله)