چین به له افغانستان سره دوامدارې مرستې وکړي
CMG2023/10/10 10:27:21
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د اکتوبر په ۹مې په یوه خبري ناسته کې د افغانستان په لوېديځ کې د رامنځته شوې سختې زلزلې په اړه وویل، چې چین به اړتياوو ته په کتو له افغانستان سره دوامدارې مرستې وکړي او په ستونزمن وخت کې به زلزله ځپلو افغانانو ته لاس ورکړي.

د مالوماتو له مخې، د افغانستان په لوېديځ کې د شوې سختې زلزلې له امله ۲۴۴۵ کسان مړه شوي او نږدې لس زره نور ټپیان شوي دي او ګڼو خلکو ته يې سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.

مېرمن ماو نینګ وویل، چین د افغانستان د ښه ګاونډي او صمیمي دوست په توګه د افغانانو په درد او غم کې ځان شریک بولي او اوسمهال د چين بېلا بېلې ادارې له زلزله ځپلو افغانانو سره په مرستې بوختې دي.