افغانستان کې د چين سفارت افغاني سرې میاشتې ټولنې ته د چين د سره صلیب ټولنې مرسته وسپارله
CMG2023/10/10 10:09:09
شريکول:

 

په کابل کې د چيني سفارت وزیر مختار باو شو هوې د اکتوبر په ۹مې نېټې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي رياست له سرپرست او د افغاني سرې مياشتې ټولنې د مالي څانګې مشر سره کتلي دي.

ښاغلي باو شو هوې د افغانستان سرې مياشتې ټولنې ته د چين د سره صليب ټولنې هغه دوه سوه زره امريکايي ډالره نغدي مرسته وسپارله، چې د هرات د زلزله ځپلو کورنیو لپاره يې ځانګړې کړې ده.

ښاغلي باو شو هوې د هرات د پېښې د قربانيانو له کورنيو او ټپيانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ياده  نغدي مرسته يې د چین او افغانستان ترمنځ د دوستانه اړیکو یوه بېلګه ياده کړې ده.

نوموړي باور او هيله ښودلې، چې زلزله ځپلي افغانان به ډېر ژر د ناورين له اغېزو را ووځي او خپل کورونه به بېرته ورغوي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې د مالي څانګې مشر د چين د سره صليب ټولنې ياده نغدي مرسته پر وخت او ګټوره بللې او ويلي يې دي، چې د افغانستان سرې مياشتې ټولنه به په يادو مرستندويه پیسو خوراکي توکي واخلي او په هرات کې به يې پر زلزله ځپلو وګړو وویشي.