د کلمبيا حکومت او د حکومت ضد وسلوالې ډلې((مرکزي درستيز)) د اکتوبر په ۸مې نېټې په يوې ګډې اعلاميې کې د هر ډول وسله وال فعاليت د بندېدو او د دغه هېواد په شمالي سانتاندير ولايت کې د رسمي مذاکراتو د پېل خبر ورکړی دی.
دواړو خواوو موافقه کړې، چې د روانې مياشتې په ۱۶مې نېټې به د سولې رسمي پلان خپور کړي.
دواړو خواوو ژمنه کړې، چې د يو نهايي سوله ييز تړون د لاسليک لپاره به هڅې وکړي، وسلوال کړکېچ به پای ته ورسوي، د بشپړې دايمې سولې لپاره به هلې ځلې وکړي او د خلکو امنيت به وساتي.