د چين اقتصادي بيارغونه د نړيوالې ټولنې باور پياوړی کوي
CMG2023/10/10 15:25:12
شريکول:

په دې وروستیو کې د چين د اقتصادي بيارغونې نښو په پرله پسې توګه د نړيوالې ټولنې باور خپل کړی او زياتو نړيوالو پولي سازمانونو په پرله پسې توګه د چين د اقتصادي ودې وړاندوينې زياتې کړې دي.

ډېری بهرنيو رسنيو هم خبر ورکړی چې د چين د توليدي چارو بيا پراختيا پيل شوې او د چین د سپوږمۍ اختر او د ملي جشن د رخصتۍ په موده کې د لګښت کچه لوړه کړې ده چې د چين د اقتصاد د ښه کېدو لپاره د خلکو هيلې راژوندې کوي.

د روان کال د چین د سپوږمۍ اختر او د ملي جشن رخصتۍ کې بېلا بېلې منظره لرونکې سیمې يو ځل بيا د خلکو له ګڼې ګوڼې ډکې وې او د سيلانيانو شمېر ډېر لوړ شوی چې د چين خوځنده ځواک په ښکاره توګه ښودل شوی دی. په دې موده کې د سیلانیزو چارو او لګښتیزې شمېرې هم د نړیوالو رسنیو د راپورونو د تمرکز وړ ګرځېدلې دي. د فوربس ويبپاڼې دغه رخصتۍ "په دې وروستيو کلونو کې د چين تر ټولو سمسورې طلايي اونۍ" بللې. د کوريا جمهوریت د اسيا اقتصاد ورځپاڼې تحليل دا په ګوته کوي چې دا د چين د اقتصاد د دوامدارې بيارغونې نښه ده او د چين د اقتصاد د پياوړي داخلي ځواک ښودنه کوي.

سربېره پر دې، بهرنۍ رسنۍ هم په دې باور دي چې د اقتصادي شاخصونو وروستۍ شمېرې د چيني حکومت له خوا د مصارفو هڅونکو تګلارو تر پلې کېدو وروسته د دغه هېواد د اقتصادي ښه والي او ثبات نښې دي. د پاکستان د ډاون نیوز تلویزیوني چینال دې حقیقت ته پام کړی چې د سپتمبر په میاشت کې د چین په توليدي چارو کې د پېرود مدیرانو شاخص (PMI) له وروستيو شپږو میاشتو راهیسې د لومړي ځل لپاره لوړ شوی دی. د چین د احصایې ملي ادارې د شمېرنې له مخې، په تېر سپتمبر کې د چین ياد شاخص(PMI)  ۵۰،۲ سلنه و چې د تېر اګست په پرتله ۰،۵ سلنه زیاتوالی ښيي. دغه مثبت معلومات او همدارنګه نور وروستي اقتصادي شاخصونه ښيي چې د چين اقتصاد د ثابت پرمختګ په حال کې دی. پر دې سربېره، د اګست په مياشت کې د چين د صنعتي تصديو ګټې ۱۷،۲ سلنه زياتې شوې او د پرچون خرڅلاو اندازه د جولای په پرتله ۴،۶ سلنه زياته شوې ده چې د نړیوالو پام یې ځانته اړولی دی.

په دې وروستيو کې زياتو نړيوالو پولي سازمانونو په پرله پسې توګه د چين پر اقتصادي زیاتوالي خپله خوشبیني څرګنده کړې ده. سيټي ګروپ(Citigroup)د روان کال د چين د اقتصادي ودې وړاندوينه له ۴،۷ سلنې څخه ۵ سلنې ته لوړه شوې او لامل یې دا دی چې د چین اقتصادي شاخصونه ثابت ښکاري او اوس د چين حکومت په دې وروستیو کې اغېزمنې تګلارې پلې کوي. د ای ان زي بانک(ANZ Bank)مشر ما وی لین د چین د اقتصادی امکاناتو په اړه خوشبین دی. د دويچه بانک(Deutsche Bank) د چین په اړه سر اقتصاد پوه شیونګ يي په دې وروستيو کې د چين د عمومي اقتصاد په اړه يو څيړنيز راپور خپور کړ. هغه په دې اند دی چې د چين اقتصادي پرمختګ مخ په ثابتېدو دی او د روان کال په ۴ مه ربعه کې به د اقتصادي ودې کچه ۵ سلنې ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس په دې وروستیو کې د ۲۰۲۳م کال د سوداګرۍ او پرمختګ راپور خپور کړ او ویلي یې دي چې نړیوال اقتصاد په ټپه ولاړ دی او په ګڼ شمېر سیمو کې اقتصادي وده د تېر کال په پرتله ټیټه شوې ده. په راپور کې ويل شوي چې د چين اقتصاد په ۲۰۲۳م کال کې د اقتصادي بيارغونې او د ودې انعطاف ښودلی دی، په عين وخت کې د نورو لویو اقتصادونو په پرتله، چين له ننګونو سره د مقابلې لپاره زیاتې مالي تګلارې لري.