شي جين پينګ: چين او امريکا دې د لویو هېوادونو پراخه سینه، لر لید او مسووليت منونکې رویه وښيي
CMG2023/10/10 10:11:17
شريکول:

 

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په نهمه نېټه په بېجينګ کې د امریکا د سنا په مجلس کې د اکثريت ګوند له مشر چک شومر او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

شي جين پينګ له چک شومر سره په خبرو کې وويل، د چين او امريکې ترمنځ اړيکې په نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخیزې اړيکې دي. دا چې نړيوال وضعيت ګډوډ شوی، دواړه هېوادونه څنګه خپلمنځي اړيکې پرمخ يوسي، دا د انسانانو له سرنوشت او برخليک سره تړلی کار دی. چين او امريکا لوی هېوادونه دي او باید د لویو هېوادونو په توګه پراخه سینه، لر لید او مسووليت منونکې رويه وښيي، دغه راز د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو او انساني ټولنې د پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي .

چک شومر له شي جين پينګ سره په خبرو کې وويل، چين او امريکا دوه ډېر لوی هېوادونه دي او دا ډېره طبيعي ده چې دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، تخنيک او ډيپلوماسۍ په ګډون یو شمېر برخو کې یو له بل سره سيالي کوي. خو موږ له چين سره شخړه او د اړيکو پرېکون نه غواړو، دواړه هېوادونه دې په ګډه روانه پېړۍ جوړه کړي.