په هرات کې زلزله ځپلې کورنۍ: د شپې تېرولو ځای نه لرو
CMG2023/10/10 20:16:42
شريکول:

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې وروستۍ زلزې خلکو ته ګڼ زیانونه اړولي او تر ټولو ډېر یې د دې ولسوالۍ اړوند د سیاه آب او وردګو کلي سخت ځپلي دي.

 ژغورونکې ډلې لا هم لګیا دي او تر کنډو کپرو لاندې بند کسان را وباسي. که څه هم روغتيايي او نور مرستندویه ټیمونه یادو سیمو ته رسیدلي او تر یو بریده یې له زلزله ځپلو سره لومړنۍ مرستې کړې دي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي، چې اوسمهال هم په دغو سیمو کې د زلزلې ټکانونه احساسيږي او خېمې او نور هغه توکي چې مرسته ورسره شوې بسنه نکوي او خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

خبريالان: احسان الله کريمي   حشمت خان

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ايجنسۍ خيمې

خيمې او مرستندويه توکي

طبي مرستې

د ژغورونکې ډلې غړي


د زلزله ځپلو سيمو عکسونه