د لبنان حزب الله د اکتوبر په ۹مې نېټې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې وسله والو يې په همدې ورځ د لبنان او اسرائیل سرحد ته نږدې د اسرائیل پر پوځي کمپ د توغنديو او هاوانونو برید کړی دی.
بلخوا اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د لبنان پر جنوب د بريدونو خبر ورکړی او د حزب الله د ځينو غړو د وژلو ادعا يې کړې ده.
اسرائيلي ځواکونو ويلي، چې ياد بريد يې د حزب الله د بريدوونو په ځواب کې کړی دی.
د لبنان د ځمکنيو ځواکونو قومندانۍ ويلي، چې اسرائیلي ځواکونو په همدې ورځ د لبنان پر جنوبي سیمو هاوانونه توغولي، چې له امله يې یو لبنانی سرتیری ټپی شوی دی.
(هیله)