اسرائيلي او فلسطیني خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د اکتوبر تر ۱۰مې نېټې پورې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ په روانې شخړې کې ۱۹۰۰ کسان وژل شوي دي.
اسرائيلي رسنيو ويلي، چې د روانې مياشتې د ۱۰مې نېټې تر ماښام پورې د فلسطين ـ اسرائيل ترمنځ په روانې شخړې کې لږ تر لږه ۱۰۰۸ اسرائيلي وګړي وژل شوي دي.
د اسرائيل روغتيا وزارت خبر ورکړی، چې په بېلا بېلو روغتونونو کې يې د ټپيانو شمېر ۲۹۰۱ تنو ته رسیدلی دی.
د فلسطين د غزې طبي ادارې د يادې نېټې په ماښام يوې اعلاميې کې ويلي، چې پر غزې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو له امله لږ تر لږه ۹۰۰ کسان وژل شوي او ۴۵۰۰ نور ټپيان شوي دي.