پوتين: په منځني ختیځ کې د وضعیت خرابېدل د امریکا د پالیسۍ ناکامي په ډاګه کوي
CMG2023/10/11 11:01:19
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اکتوبر په ۱۰مې نېټې ويلي، چې په منځني ختيځ کې وضعیت سخت خراب شوی او دا يې په سیمې کې د امريکا د ناکامې پالیسۍ ژوندۍ بېلګه بللې ده.

پوتين په همدې ورځ د روسيې په کرملين ماڼۍ کې د عراق له صدراعظم محمد شياع السوداني سره کتلي او د روسيې او ايران د اړيکو او د منځني ختيځ د وضعیت په اړه ورسره غږيدلی دی.

نوموړي د فلسطین-اسرائیل د روانې شخړې د يادولو په ترڅ کې ويلي، چې امريکا تل دا هڅه کوي، چې د منځني ختیځ مسئلې په خپل لاس کې واخلي، خو د کوم لوري د منلو وړ پلانونه په نظر کې نه نیسي او د فلسطینيانو بنسټیزې ګټې له پامه غورځوي.