د پيسو نړيوال صندوق د ۲۰۲۴م کال د اقتصادي پرمختګ د انډول وړاندوينه ٪۲،۹ ته راټيټه کړې
CMG2023/10/11 10:36:28
شريکول:

د پيسو نړيوال صندوق د اکتوبر په ۱۰مې نېټې د نړيوال اقتصاد د اټکل راپور خپور کړی او د راتلونکي ۲۰۲۴م کال د اقتصادي پرمختګ د انډول وړاندوينه يې ٪۲،۹ ته راټيټه کړې ده.

راپور وايي، چې په ۲۰۲۲م کال کې د نړيوال اقتصادي پرمختګ انډول ٪۳،۵ و، خو په ۲۰۲۳م کال کې ٪۳ ته راښکته شو او ښايي په راتلونکي ۲۰۲۴م کال کې ياد انډول ٪۲،۹ ته را وغورځي، چې دغه رقم په تېر جولای کې د ۲۰۲۴م کال د اقتصادي پرمختګ په اړه د دغه صندوق د وړاندوينې په پرتله صفر اعشاريه يو فيصد ټيټوالی ښيي.

راپور وايي، چې د پرمختللو اقتصادونو د اقتصادي پرمختګ وروالی د نويو سمسورو او پرمختيايي اقتصادونو په پرتله ډېر څرګند دی او زياتو نويو سمسورو اقتصادونو د تمې خلاف ډېر ښه بالقوه او انعطاف منونکی قوت ښودلی دی.