په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي مرستیال استازي ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۱۰مې نېټې ويلي، چې د عراق سوله په سيمه ييز ثبات پورې تړاو لري
عراق په وروستيو کې د بهرنيو هېوادونو د يو اړخيزو پوځي عملياتو پر ضد سخت احتجاجونه کړي دي.
چين پر اړوندو هېوادونو غږ کړی، چې د عراق ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وکړي.
ګنګ شوانګ په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د عراق د چارو په ناستې کې د دغه هېواد امنيتي وضعيت کړکېچن ياد کړی او له نړيوالې ټولنې یې غوښتي، چې په عراق کې د ترهګرۍ د پاتې ځواکونو په له منځه وړلو کې له بغداد څخه ټينګ ملاتړ وکړي او د ترهګرو ډلو پر وړاندې د عراقي ځواکونو د مبارزې لاسته راوړنې دې وساتي.
نوموړي ويلي، چې د ملګرو ملتونو تحقیقاتي ډله باید په عراق کې د داعش جنايتونه وڅيړي او شواهد دې يې عراق ته وسپاري.
عراق د ترهګرۍ پر وړاندې ټيڼګه مبارزه کوي او ملګري ملتونه دې له دغه هېواده کلک ملاتړ وکړي.