د چین استازی: د شخړو ښکېلې خواوې باید د ملکي وګړو امنيت ته لومړيتوب ورکړي
CMG2023/10/11 11:13:11
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۹مې نېټې د امنيت شورا د اوکراين مسئلې بېړنۍ غونډې ته ويلي، چې د جنګ ښکېلې خواوې بايد په هر ډول وضعيت کې د ملکي وګړو خونديتوب ته لومړيتوب ورکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د اوکراين د خارکيف ښار په يوه کلي کې د تېرې اوونۍ بريد ته اشاره کړې، چې له امله يې ډېرو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او سخته خواشيني يې پرې ښودلې ده.

ګنګ شوانګ يو ځل بيا د اوکراين شخړې پر ښېکلو خواوو غږ کړی، چې سړه سېنه وساتي، د بشري حقونو نړيوال قوانين مراعات او د اړتيا، توپير او هماهنګۍ اصول په ټينګه رعايت کړي او د عامو وګړو او ملکي تاسيساتو د ساتنې لپاره دې تر وسې پورې هڅې وکړي.

(ژباړه: شکريه)