په تېرو اتو میاشتو کې د چين د خدماتو عمومي صادراتي او وارداتي ارزښت ۸ سلنه زياتوالی موندلی
CMG2023/10/11 11:10:47
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت د روانې مياشتې په لسمې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په تېرو اتو مياشتو کې د چين د خدماتي وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۴۲۵۳ ميليارډه او ۳۷۰ميليونه يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم د ۲۰۲۲م کال د ورته مودې په پرتله ۸ سلنه زياتوالی موندلی او د پر له پسې ودې په حال کې ښودل شوی دی.

شمېرې ښيي، چې د روان کال په اتو مياشتو( جنورۍ ـ اګست) کې د چين د خدماتي صادراتو ارزښت ۱۷۶۱ میليارډه او ۳۱۰ ميليونه يوانه وو، چې دا د ۲۰۲۲م کال د ورته مودې په پرتله ۷.۴ سلنه کموالی ښيي او په ورته وخت کې يې د خدماتي وارداتو ارزښت ۲۴۸۶ ميليارډه او ۶۰ ميليونه يوانه وو، چې دا بیا د ۲۰۲۲م کال د ورته مودې په پرتله ۲۲.۵ سلنه زياتوالی ښيي او منفي توازن يې ۷۱۸ ميليارډه او ۷۵۰ ميليونه يوانه ښودل شوی دی.

(ژباړه: شکريه)