د کمربند او لارې ګډې جوړونې وړاندیز له لسو کلونو راهیسې د پام وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي
CMG2023/10/11 11:18:42
شريکول:

د ارجنټاین ټایمز ورځپاڼې ویبپاڼې څو ورځې مخکې د ( کمربند او لارې لسمه کلیزه: د ګردې نړۍ د پرمختیايي هېوادونو فرصت) تر عنوان لاندې یوه لیکنه خپره کړه او پکې د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز په اړه د نړیوالې همکارۍ درېيم فورم په اړه لږ څه مالومات معرفي شول. دغه فورم به په روانه میاشت کې په بېجینګ کې ترسره شي، تر اوسه د څه باندې ۱۳۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازو تایید کړی چې په دغه فورم کې به ګډون وکړي.

ولې دغه فورم دومره استازي راټولوي؟ څرنګه چې د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز له تېرو لسو کلونو راهیسې د پام وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي.

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ لس کاله مخکې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ۲۱مې پېړۍ د ورېښمو د سمندري لارې د ګډې جوړونې وړاندیز وړاندې کړ. د سږ کال تر جون میاشتې پورې څه دپاسه ۱۵۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو په دې اړه څه باندې ۲۰۰ همکاریز تړونونه لاسلیک کړي دي. د چین او لاوس هېوادونو ترمنځ اوسپنیزه لاره، د اندونیزیا د جاکارتا- باندونګ چټک رېل‌پټلۍ او د مصر د پیریوس بندر په شمول ځينې پروژې ګام په ګام بشپړې او فعالې شوې دي. سربېره پر دې، چین له ۲۸ هېوادونو او سیمو سره د ازادې سوداګرۍ ۲۱ تړونونه لاسلیک کړي دي، په تېرو لسو کلونو کې د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز په چوکاټ کې د چین او همکار هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صارداتو عمومي ارزښت ۱۹،۱ زرو میلیارډو امریکايي ډالرو ته رسېدلی دی.

د چین حکومت د اکتوبر په ۱۰مه نېټه د( کمربند او لارې ګډه جوړونه: د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې عملي ګام) په نوم سپین کتاب خپور کړ او پکې د دغه وړاندیز د بریالیتوب رمزونه په ډاګه شوي دي.

پرمختګ د ټولو مسئلو د حل لپاره کلیدي ټکی دی. د تېرې پېړۍ له ۹مې لسیزې راهیسې د اقتصاد د نړیوال کېدو بهیر ډېر چټک پرمختګ موندلی، خو د لږ شمېر هېوادونو په مشرۍ له پرمختيايي بهیر څخه ځينې هېوادونه بې برخمن شوي دي او په نتیجه کې د پرمختللو هېوادونو او پرمختیايي هېوادونو ترمنځ توپیرونه نور سخت شول. د نړیوال اقتصاد پرمختګ او مقررات د لږ شمېر هېوادونو تر کنټرول لاندې دي، دغه حالت باید بدلون ومومي.

د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز پرمختګ ته د خلکو له اړتیا سره سمون لري او نه یوازې د چین پرمختګ بلکې د نړۍ ابادۍ لپاره ګټور دی. دغه وړاندیز د نړۍ پرمختګ ستونزو د لرې کولو لپاره د چین د لایحې په توګه وړاندیز شوې ده.

د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز په عمده توګه د بنسټیزو تاسیساتو جوړونې ته ډېره پاملرنه کوي. د بېلګې په توګه، د چین او لاوس ترمنځ اوسپنیزه لاره د ۲۰۲۱م کال په دسمبر میاشت کې تر فعالېدو وروسته څه باندې ۳۵۰۰ لاوسي کارکوونکي ګومارلي.

 د توکو حمل و نقل، ترانسپورت، سوداګرۍ او سیلانیزو چارو په شمول برخو کې يې د لاوس وګړیو لپاره څه دپاسه سل زره کاري فرصتونه برابر کړي دي. د روان کال په تېره فبرورۍ کې د چیلي ۵م نمبر سړک چې د چین لخوا جوړ شوی، فعال شو، دغه سړک د چیلي له جنوب څخه تر شمال غځېږي. شمېرې ښيي، چې چین له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې د کمربند او لارې په تړون لاسلیکوونکو هېوادونو کې نږدې ۲۴ ټریلیونه امریکايي ډالره مستقیمې پانګونې کړې دي.

د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز له تېر لس کلن تطبیق څخه ښکاري چې دغه وړاندیز کوچنۍ ډله نه غواړي، خو د ګډې مشورې، جوړونې او د ګټې شریکونې پر اصولو ټينګار کړي او د جعرافیايي سیالۍ په اړه زړې نظریې يې ماتې کړې او د نړيوالې همکارۍ نوې بڼه يې ښکاره کړې ده.

نړیوال بانک وړاندوینه وکړه چې د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز په مټ به په غړو هېوادونو کې ۷،۶ میلیونه کسان له شديدې بېوزلۍ څخه او ۳۲ میلیونه کسان د منځنۍ کچې له بېوزلۍ څخه  وژغورل شي.