وانګ يي د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته د خواشينۍ پيغام ليږلی
CMG2023/10/11 10:26:25
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۱۰مې نېټې د افغانستان د زلزلې په مناسبت د دغه هېواد بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي ته د خواشينۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په پيغام کې د افغانستان په لوېديځو سیمو کې په شوې زلزلې سخته خواشيني او د قربانيانو له خپلوانو او ټپيانو سره يې همدردي څرګنده کړې او له زلزله ځپلو وګړو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

وانګ يي باور ښودلی، چې زلزله ځپلي وګړي به له ستونزو پورته کيږي او ډېر ژر به عادي ژوند پېل کړي.