د چين صدر اعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۱۰مې نېټې د افغانستان په لوېديځ کې د سختې زلزلې په مناسبت د دغه هېواد سرپرست حکومت رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ته د خواخوږۍ پيغام ليږلی دی.
لي چيانګ په پيغام کې ويلي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان په لوېديځو سیمو کې سختې زلزلې وشوې، چې امله يې زياتو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
هغه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د زلزلې له قربانيانو، د دوی له کورنيو او ټپيانو سره ژوره خواخوږي او همدردي څرګنده کړې ده.
لي چيانګ په پيغام کې دا هم ويلي، چې چين به د افغانستان اړتياوو ته په کتو تر خپلې وسې پورې مرستې برابرې کړي، څو افغانان ژر له اوسنيو ستونزو څخه ووځي.
( سپوږمۍ)