د چين په شمول ۱۵ هېوادونو د سپتمبر په ۱۰مې نېټې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسمبلۍ په ټاکنو کې د بشري حقونو شورا غړيتوب تر لاسه کړی دی.
دغه هېوادونه به د بشري حقونو شورا د هغو غړو پر ځای کار وکړي، چې د دندې موده يې روان کال پای ته ورسيږي.
په دغو ۱۵هېوادونو کې د افريقايي سيمې بروندي، کوته ديوا، ګانا او مالاوی، د اسيا او ارام سمندر سيمې چين، اندونيزيا، جاپان او کويټ، د ختيځې اروپا البانيا او بلغاريا، د لاتيني امريکا او کاربين سيمې برازيل، کيوبا او دومينيکان او د لويديځې اروپا او نورو سيمو فرانسه او هالنډ شامل دي، چې په دې جملې کې چين، کوته ديوا، کيوبا، فرانسه او مالاوی اوس هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړي دي.
د بشري حقونو شورا د نويو ۱۵ غړو هېوادونو د دندې موده به د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه پيل شي او تر ۳ کلونو پورې به دوام ولري.