د چين سوداګرۍ وزير: د چين او امريکا پرمختګ د يو بل لپاره فرصت دی
CMG2023/10/11 12:30:06
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو د اکتوبر په ۹مې نېټې په بېجينګ کې د امريکا د سنا مجلس د اکثريت ګوند له مشر چوک سچومير سره کتلي دي. سچومير د امريکا د سنا مجلس د جمهوري غوښتونکي ګوند او ډيموکرات ګوند د يو ګډ پلاوي په مشرۍ له چين څخه د ليدنې په حال کې دی.

دواړو خواوو د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه بحثونه کړي.

وانګ ون تاو د چين او امريکا پرمختګ د يو بل لپاره ننګونه نه، بلکې ګټور فرصت بللی او خپلمنځي همکارۍ يې د دواړو هېوادونو لپاره يوازينی مناسب انتخاب ياد کړی دی.

وانګ زياته کړې، چې چين له سيالۍ څخه ډډه نه کوي، خو هر ډول سيالي بايد د نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو قواعدو په اساس عادلانه او مثبته وي.

سچومير ويلي، چې اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د امريکا او چين لپاره ډېر مهم ارزښت لري او په وينا يې، امريکا له چين سره د اړيکو د پرېکون نيت نه لري او غواړي چې له چين سره راکړې ورکړې پياوړې کړي.