د چين دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر د ۱۰ مې نېټې په ماسپښين د جيانګ شي ولایت جيو جيانګ ښار ته تللی او هلته يې د يانګ ځه سيند ملي کلتوري پارک او د چين د پيټرولیم کيمياوي صنعت ګروپ(sinopec) له فرعي څانګې څخه لېدنه کړې ده.
نوموړي په جيو جيانګ ښار کې د ياد پارک، د يانګ ځه سيند پر غاړه د ايکولوژۍ د بيارغونې او د پيټرولیم د اړوندو تصديو د هغو چارو وضعيت له نږدې وڅاره، چې د ايکولوژۍ او چاپېريال ساتتې لپاره د پيټرول د توليد تخنيکونه اصلاح کوي.