د چين خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ د اکتوبر په ۱۱مې نېټې اعلان وکړ، چې د کمربند او لارې نړيوالې همکارۍ درېيم فورم به د روانې مياشتې له ۱۷مې نه تر ۱۸مې نېټې پورې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې تر سره شي.
د ياد فورم منځپانګه به د کمربند او لارې پر باکيفيته ابادۍ او یو بل ته د لاسونو په ورکولو سره پر ګډ پرمختګ او سمسورتيا ورټوله وي.
نوموړې ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړي او د مېلمنو د هرکلي په مېلمستيا او يو لړ دوه اړخيزو فعاليتونو کې به برخه ولري.
( سپوږمۍ)