ارجنټاين د جنوبي امريکا په جنوب ختيځ کې موقعيت لري او له چين څخه د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله ډېر لېرې دی.
يو اورګاډی د ۲۰۲۳ کال په تېر جولای کې د ارجنټاين پر بيلګرانو کارګاس (Belgrano Cargas) پټلۍ روان و او د دې هېواد کرنيز توليدات پکې بار وو.
د ارجنټاين ډېر توليدات په همدې اورګاډي کې د نړۍ بېلا بېلو ځايونو ته لېږدول کيږي، خو ډېری خلک دا مالومات نه لري، چې د دې پټلۍ ټول اوسپنيز توليدات له چين څخه ور وړل شوي دي.
د اورګاډي دغې پټلۍ د توليداتو د ليږد راليږد په برخه کې ارجنټاين ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي او له همدې کبله د چين او ارجنټاين ترمنځ واټن هم نژدې شوی دی.