له شي جین پينګ سره ليدنه (شپږمه برخه)
CRI2023/10/11 12:26:28
شريکول:

پاکستانی ځوان محمد وسيم : د "کمربند او لارې" وړاندیز ما ته د پرمختګ نوي فرصتونه راکړي

محمد وسيم د چين په چينګهوا پوهنتون کې د لوړو زد کړو پر مهال له نورو محصلينو سره يو ځای د چین دولت رئيس شي جين پينګ ته پيغام ليږلی و او ډېر ژر يې د رئيس شي جين پينګ ځوابي پيغام ترلاسه کړ.

 شي جين پينګ په دغه ځوابي پيغام کې ويلي؛ که نیکمرغي غواړو، نو باید کوښښونه وکړو. د شي جین پينګ دغې خبرې محمد وسيم ته ژوره خاطره ور بښلې ده .

محمد وسيم په چين کې د زده کړو پر مهال د دغه هېواد په ډېرو بېوزلو سيمو کې ستر بدلونونه ليدلي دي.

 نوموړي د چين د بېوزلۍ د له منځه وړلو پلان د نړۍ لپاره ډېره ښه نمونه بللې او په وينا یې د چين تجربو پرمختيايي هېوادونو ته نوی خواځنده ځواک ورکړی دی.

محمد وسيم له پاکستان سره د رئيس شي جين پينګ د مرستو او د کمربند او لارې وړانديز د پلي کېدو په درشل کې دا فرصت ترلاسه کړ، چې د لوړو زده کړو لپاره چين ته لاړ شي.

هغه وايي، رئيس شي جين پينګ نړيوال ځوانان تشویق کوي او هغه غواړي، چې نړيوال يو ځای او په اتفاق شي او په وينا يې، په نړۍ کې دا ډول مشران ډېر کم تر سترګو کيږي. رئيس شي جين پینګ دغه چاره خپل مسئوليت بولي او د نړۍ نور مشران هم باید ورته چارې ترسره کړي..