د چين او سربيا د فولادو شرکتونو ترمنځ همکارۍ
CRI2023/10/11 16:21:29
شريکول:

د سربیا زليزرا سميديريو فولادو شرکت په ۱۹۱۳ کال کې جوړ شوی او يو وخت د دغه هېواد وياړ بلل کېده، خو وروسته د سختو بازاري سياليو له کبله د انفلاس په څنډه کې پاتې شو او نوم يې په تتېدو او ورکېدو و. 

د چين اېچ بي ايي اېس(HBIS) فولادو شرکت د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د وړانديز په رڼا کې پرېکړه وکړه، چې د سربیا له ياد شرکت سره همکاري وکړي او له ستونزو يې راپورته کړي.

د سربيا زليزرا سميديريو فولادو شرکت چارې اوس يو ځل بیا د غوړېدو په حال دي.