د چين ـ مالدیو دوستۍ پل
CRI2023/10/11 15:32:06
شريکول:

د مالدیو ښکلې طبیعي او ساحلي منظرې په نړۍ کې ډېرې مشهورې دي او هر کال ګڼ شمېر نړیوال سېلانيان راجلبوي.

 له ۲۰۱۴م کال مخکې، په مالديو کې يو پل هم نه و او خلکو يې دا هيله درلوده، چې لږ تر لږه يو پل ولري، چې د پلازمېنې ماله ښار له نورو ټاپوګانو سره ونښلوي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۴م کال په سپتمبر کې له مالدیو څخه رسمي لېدنه وکړه او پرمهال يې د دغه هېواد له مشرانو سره ژمنه وکړه، چې په ماله کې به د چين ـ مالدیو دوستۍ په نوم يو پل جوړ کړي او د مالې هوايي ډګر به له نورو ټاپوګانو سره ونښلوي.

  د مالدیو انځورګر امير پر يوه لوی دېوال د چين ـ مالديو دوستۍ پل انځور کړی دی.

 ياد پل د ۲۰۱۸ م کال د اګست په  ۳۰  نېټې جوړ او پرانيستل شوی او د مالديو د پلازمينې د اقتصادي ودې لپاره يې ښه زمينه برابره کړې ده.